راپور: حمید میلاد
دغه صنعت کاراني له حکومته غواړي چي د لنډ مهاله پروژو پر ځای دایمي مرستي له دوي سره وسي تر څود هیواد او د خپلې کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.
د ننګرهار لاسي صنایع زیاتره په وړو خونو کي جوړیږي.
د دغه صنعت کاروباریاني وايي، دوي د خارجي موسسو په پروژو ولاړ دي او که حکومت له دوي سره مرسته وکړي نو دغه صنعت به ډیر پرمختګ وکړي، دلته د بریښنا نه شتون او اړین وسایل د دوي کار له خنډ سره مخ کړي، دوی باوري دي که د تخنیکي اړخه وسایل تر لاسه کړي نو د بهرني لباسونو بازرا به په هیواد کې ورمات کړي.
ګل ضیا چي د دې خوني مشره ده وایي، دا چاره د دوی د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړی، د ګل ضیا میړه او زوی دواړه مړه سوي خو د خپلې کونډي انګور، ځامن او لمسیانو خیټه له همدې لارې تغذیه کوي او آن د خپلي اولادونو د تعلیم مصارف هم پر کولای سي، خو د دي چاري د لا پیاوړتیا په خاطر له حکومته غوښتنه کوي چي د دوی توکو ته بازار ور پیدا کړي.
د رسمي معلوماتو له مخي اوس مهال په ننګرهار تر ۲۰ زرو زیاتي ښځي په دا ډول صنعت بوختي دي چي د همدي چاري له امله ښځینو هم د خپلې کورنۍ اقتصاد په پیاوړ تیا کي رول لوبولی هغه چي وایي، د کور کټه د لاهور ګټه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون