ننګرهار: د تښتونګو د منګولو یو کوچنی خلاص او په تور یې ۳ انسان تښتونکي نیول سویدي

ننګرهار ولایت مسئولین وایي،  مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کي د مروري په نوم یوې ډاکټري له کتځای څخه تښتول سوی د اتو میاشتو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې د یوې میرمني په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیولي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د عملیاتو په ترڅ کي د یوې میرمني په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول سول او یوه اونۍ وړاندي په جلال اباد ښار کي د ډاکټري مروري معاینه خانې څخه تښتول سوی شاوخوا اته کلن ماشوم یې د دوی له منګولو ازاد او خپلي کورنۍ ته وسپاره.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...