کندهار: ددي ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر امنې قومندانۍ او د شهرا پر پولیسو وسله وال برید سوی

 د کندهار د امنې قومندانۍ ویاند رسنیو ته وویل، چي تیره شپه شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ولایت د سپین‎بولدک د امنیه قوماندانۍ د لویي لاري پر لوا چاودنه او د دوو حمله کوونکو له‌خوا حمله وسوه.

یوې بلي امنیتي سرچیني بیا ویلي، چي په دي برید کي درې پولیس وژل سوي دي.

طالبانو د سپین ‎بولدک د تېري شپې د برید مسؤلیت منلی دی او ادعا کوي چي زیات شمېر سرتېرو ته يې مرګ ‎ژوبله اړولې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...