راپږر: سید حمید هاشمي
د کندهار والي د ټاپي پرژوې په ملاتړ غونډه کي وویل، چي ددي پروژې عملي کارونه به ډیر ژر تر کندهار ته را ورسیږي.
بلخوا عامو خلکو ددي پرژوې د پیل هرکلی وکړی او له حکومته يې وغوښتل چي په هیواد کي دغه ډول نوري اقتصادي پروژې هم پیل کړي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، چي ټاپي د هیواد یو له مهمو او اساسي پروژو څخه ده چي په عملي کیدو سره به يې خلک له ډيرو اسانتیاوو برخمن سي.
د هغه په خبره ددي پرژوې کارونه به ډير ژر کندهار ته راورسیږي چي دلته به د کندهار شپږ ولسوالۍ تر پوښښ لاندي ونیسي.
هغه له خلکو وغوښتل چي ددغي پرژوې د عملي کیدو پر مهال په خپلو سیمو کي ددې پروژې د کارونو ساتنه وکړي.
پر همدي مهال د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال هم ددي پرژوې د تطبیق هرکلی وکړ او وویل، چي په دغه پروژه کي باید محلي خلکو ته د کار لومړیتوب ورکول سي.
هغه ډاډ ورکړی چي ددغي پروژې ساتنه به محلي خلک وکړي.
دغه راز کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وویل، چي ټاپي په هیواد کي لومړنۍ لویه اقتصادي پروژه ده چي په مرسته به يې خلکو ته ورځنۍ اسانتیاوي زیاتي سي.
وروسته د خلکو په استازیتوب یو پریکړه لیک وویل، سو چي پکښي د رغنیزو اقتصادي پروژو د ملاتړ او هر کلي تر څنګ له حکومت څخه غوښتل سوي وو چي ژر تر ژره په هیواد کي د بریښنايي تذکرو د ویش لړی پیل کړي او هم دي وسلوال طالبانو د سولي خبرو ته حاضر کړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون