په هلمند کي دکوکنارو د کښت په بدیل کي کروندګرو ته د پستې نیالګي ویشل کیږي

راپور: جواد داوري

د کرني ریاست چارواکي وايي، ۴۲۰ جریبه مځکه د پستي باغونه جوړوي چي په لومړي پړاو کي یې ۱۵۰ تجریبوي کرونده ګرو ته نیالګي ورکوي.

د هلمند والي وايي، هڅي یې پیل کړي دي تر څو د کوکناور د کښت په کموالي کي کرونده ګرو ته بدیلی لاري چاري وښايي.

تیر کال هلمند کي شاوخوا یولک څلویښت زره هکتاره مځکه کوکنار کرل سوي وه.

سیمه ایزو چارواکو هڅي پیل کړي دي تر څو د کوکنارو د کښت بدیل کروندګرو ته وښیي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د کوکنارو کښت د امنیت سره نژدې تړاو لري له همدي امله په هغو سیمو کي چي امنیت هلته کوکنار نه کرل کیږي.

هلمند والي وايي، هر کال په هلمند کي لسګونه ټنه تاریاک تولیدیږي له همدي امله د نورو کرنیزو پروژو تر څنګ غواړي د پستي باغونو په جوړیدو سره د کوکنارو کښت راکم کړي.

دوی وايي، دا نیالګي به د هغو سیمو کروندګرو ته توزیع کړي چي هلته کوکنار زیات کرل کیږي.

پر همدي مهال د کرني ریاست سرپرست رفیع الله قلم وايي، د کرني وزارت د پلان له مخي په ۴۲۰ جریبه کي د پستي باغونه جوړوي چي په لومړي پړاو کي یې ۱۵۰ جریبه مځکي کي کروند ګرو ته د پستي نیالګي ورکوي.

دی وايي، د هلمند اوبه او مځکه د پستي د باغونو دپاره مساعده ده.

له تیرو پنځلس کلونو حکومت د کوکناور د بدیل په برخه کي په میلیونونو ډالر مصرف کړل خو کومه پایله یې ور نه کړل اوس چي تازه دپستي د باغونو پروژه پیل سوي کیدای سي دا هم د تیر په څیر نتیجه ونه لري.

تردي وړاندي د ۶۰۰ لکه افغانیو په ارزښت د زعفرانو کښت د ترویج پروژه هم پلی سوه چي له پلي کیدو څخه وروسته یې کرونده ګرو ته هیڅ ګټه ونه رسیدل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...