یوه ۷۰ کسیزه وسله واله ډله وايي،که په هرات ورته د کار زمینه برابره سي د ټاپي پرژې په خاطر به خپلي وسلي پر مځکه کښېږدي

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات ولایت د ولایتی شورا ریٔس وایي، یو ۷۰ کسیزي وسله والي ډلي ورته وړاندیز کړی که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي د ټاپی پروژې په خاطر به د سولي له پروسې سره یوځای سی.

د بلي خوا د هرات والي محمد اصف رحیمی وایي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي د طرحي پر بنسټ د ټولو وسله والو مخالفینو پر مخ د سولي دروازې پرانیستي دي او حکومت ژمن دی چي د هغوی لپاره په ټولنه کي د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د کابل پروسې په ۲ ناسته کي چي تیره اونۍ ترسره سوه افغان حکومت طالبانو ته د روغي جوړي لپاره یو نوې طرحه وړاندي کړه چي د سیاسي شنونکو په نظر دا یوه بشپړ طرحه وه، خو د طالبانو جلا سوي ډلي سیاسي مرستیال بیا هر څو د افغان حکومت د سولي طرح ښه وړاندیز بولي خو وایي، ګاونډیان او دسیمي هیوادونه چي ګټي یې د افغانستان په جګړه کي دي پري به نږدي چي په هیواد کي سوله راسي.

د ټاپي پروژې لپاره د سولي له پروسې سره د ۷۰ کسیزي ډلي د لیوالتیا خبري په داسي حال کي کیږي چي دوي اونۍ وړاندي یو لس کسیزه وسله وال ډله د دی پروژې د پرانیستلو په خاطر خپلي وسلي پر ځمکه کښېښودي او په هرات کي د سولي له پروسې سره یوځای سول.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...