یاد لاریونونه د اونۍ د پیل سره په شنبه پیل او د پرون راهیسي د غزني مرکز ته رسیدلي دي. لاریون کوونکي د غزني په قرباغ ولسوالۍ کي د یوې پېښي د قاتلینو نیول غواړي او همدا راز له حکومت غواړي چي په دغه ولایت کي تبعیضي چلند او ناامنۍ له منځه یوسي.
لاریون کوونکي ګواښ کوي چي که یې غوښتنې و نه منل سي نو لاریونونه به تر دي هم سخت کړي.
دوی وايي، نه یوازي نامسٔووله وسله وال بلکي حکومت هم د ځوانانو او کلیوالو په زورونه لاس پوري کوي او په دغه ولایت کي د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ راز پاملرنه نه کېږي.
بل پلو د غزني د والي ویاند عارف نوري تیره ورځ رسنیو ته ویلي وه، چي دوی د ستونز د حل لپاره هر اړخیزي هڅي رواني کړې دي.
اجرایه ریاست هم د پېښي د څېړلو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی، خو تر اوسه یې د لاس ته راوړنو په اړه معلومات نسته دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون