په شمال ختیځ زون کي دنیالګیو کښېنولو دپیل سوي کمپاین  په بشپړیدو سره د د ۲۰۰۸ کال راهیسي په دي زون کي د باغونو شمېر ۳۰ زره جریبه ځمکو ته رسیږي

راپور: نورګل اندړوال

د باغدارۍ او مالدارۍ دملي پروګرام مسٔولین وايي، چي سږکال یې تر دي دمه په دوو برخو کي میوه لرونکي نیالګي کښېنولي چي عملاً کمپاین په بغلان کي روان دی.
دبغلان والي وايي، چي سږکال په دي ولایت کي  په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه کي نیالګي کښېنول کیږي
په همدي حال کې ولایتي شورا له خلکو غواړي چي د باغونو جوړولو ته زړه ښه کړي او په خپلو ځمکو کي نیالګي کښېنوي .
سږکال دنیالګیوو کښېنولو کمپاین په بشپړیدو سره د شمال ختیځ زون  بغلان – کندز تخار او بدخشان ولایتونو په ۶۰ ولسوالیو کي د ۲۰۰۸ کال راپه دیخوا دنیالګیو کښېنولو باغونه ۳۰۰۰۰ جریبه ځمکو ته رسیږي.
محمدغلام ملاخیل په شمال ختیځ زون کي د بڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروګرام مسٔول وايي، چي  سږکال یوازي په بغلان کي ۶۰۰۰۰  تصدیق سوي نیالګي په اته سوه جریبه ځمکه کي کښينوي چي ټول یې میوه لروونکي دي.
دبغلان  والي عبدالحی نعمتي وایي، چي په ټولیز ډول د ۱۳۹۷ کال  په کمپاین کي ددي ولایت په څوارلسو ولسوالیو کي ۱۱۰۰ جریبه ځمکه کي نیالګي کښينوي  او ۸۰۰ بڼوالوته  درشقې تخم ورکول کیږي.
دبغلان دولایتی شورا غړی اسدالله شهباز وايي، چي بغلان یو کرنیزو لایت دی او باید دکرني او مالدارۍ وزارت دي ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي شهباز له خلکو څخه غواړي چي له فرصت څخه په ګټي اخیستو په خپلوسیمو کي دي نیالګي کښينوي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام سربېره پردي چي پر بڼوالو تصدیق سوي نیالګي وېشي، د دې ترڅنګ هغه بڼوال چي د دي برنامې تر چتر لاندي دي د بڼ د نقشه کشۍ، د نیالګیو د کښېنولو څرنګوالي، د باغونو د خړوبولو د سیستومونو جوړول او دنباتي ناروغیو او افتونوسره مبارزې په برخو کي هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې ده، چي د کرني وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملی پروګرام د کار له پیل څخه تر دي دمه یوازي د هېواد په شمال او شمال ختیځو زونونو کي نږدې پر۶۰ زره  جریبه ځمکه کي معیاری میوه لرونکي باغونه جوړ سوي دي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...