په کندز کي د امنیتي فضا په ډاډمنیدو سره ددي ولایت انځور بدل سوی

راپور: نورګل اندړوال

دکندز ښاروالۍ ددغه ښار ډيری سیمي په رنګارنګ څراغونو  پوښلي  او د شپي لخوا یې د کندز ښار ته جلا ښکلاورکړې ده.
دښاروالی ریاست وایي دراتلونکي کال لپاره یې زیات چمتووالی نیولی او غواړي دغه ښار ته له نورو ولایتونو څخه هم ځوانان دمیلو لپاره راسي.
کندزیان هم په ښار کي دنوو بدلونو او بیا رغونو خوښي ښيي د امنیت په لاټینګښت ټینګار کوي .

دکندز  امنيتي مسٔولین او ښاروال نجیب الله عمرخیل وایي، د راتلونکی نوي کال لپاره یې  امنیتي چمتووالی ډير کړی او دکندز ښار ټولي سیمي به هم په څراغونو وپوښوي.
تیر کال دا وختونه به  دکندوز له ښاریانو مازدیګر مهال هټۍ تړلې او ترې به دخراب امنیتی وضعیت له امله تلل خو دا چي اوس  ښار د ډاډمن امنیت سربیره دښکلا بڼه اخیستي خلک په خورا مینه دشپي ناوخته راځي او ځان د روحي اړخه اوس دلته ارام احساسوي .
دکندوز ګڼ شمیر اوسیدونکي چي دجنګ ترخې تجربې په دي ولایت کي له ځانه سره لري دښارپه نوو رغنیزو کارونو خوښۍ څرګندوي او له امنيتي چارواکو څخه یې غواړي چي لاهم دخلکو دژوند ښه والي پخاطر دي پوځي عملیات پلان اوددي ولایت په بیلابیلو برخو کي دي پلي کړي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...