راپور: محمد یار مجروح
د یاد ریاست مسٔوولین وايي، د مرغانو د انفلونزا د ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره يې د کندهار ولایت د چرګانو پر وارداتو بندیز لګولی دی، خو زیاتوي چي په قاچاقي ډول د محصولاتو انتقال به ددې وایروس مخه ونه نیسی.
بلخوا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي درې ورځي مخکي ناروغۍ دوه زره چرګان وژلي وه.
د کندهار د کرني ریاست ویاند انجینر حبیب الرحمن سجاد وايي، پدغه ولایت کي د مرغانو د انفلونزا وایرس مثبته پېښه نسته خو د مخنیوي لپاره يې د یاد ولایت سرحدونه ټینګ کړي او د هغو ولایتونو او هیوادونو څخه يې د چرګانو پرغوښو، هګيو او خوراک دانوو پر راوړلو يې بندیز لګولی چي انفلونزا وایروس پکښي لیدل سوی دی.
دده په خبره د افغانستان په یو شمیر ولایتونو او پاکستان هیواد کي د انفلونزا مثبتي پيښي لیدل سوي ځکه خو د کرني ریاست یاد اقدام کړی دی.
په کندهار کي د ارغنداب ولسوالۍ خلک وايي، درې ورځي مخکي په دغه ولسوالۍ کي ناروغۍ د یو فارم ۲ زره چرګان وژلي چي په خبره يې نښي نښاني يې د انفلونزا وایروس وې، چي پدي سره یې ځايي خلګ او د فارمونو مالکین اندیښمن کړي دي.
د کرني ویاند یاده پېښه تائیدوي خو زیاتوي څیړني کوي چي یاد چرګان د څه له امله مړه سوي دي.
دده په خبره که څه هم تر دا مهاله په کندهار کي د انفلونزا وایروس کومه نښه نده لیدل سوې خو په قاچاقي ډول محصولات به ددې وایروس مخه ونه نیسي.
انفلونزا يا والګی چي يو مرګوني وايروس دی نه دا چي دچرګانو فارمونه له منځه وړي او اقتصادي تاوان اړوي بلکي دانسان روغتيا ته هم زيان رسوي او په ساري ډول په ټولنه کي خپريږي چي مخنيوي يي ګران او زیاتو روغتيايي امکاناتو ته اړتيا لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون