راپور: نثار احمد څپاند
د کب نهمه نیټه چي د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا د ځانګړی فرمان په ترځ کي د ملي امنیتي ځواکونو د ورځي په نامه نومول سوې ده، د نور ولایتو نو په څېر په زابل کي هم ولمانځل سوه چي پکښي د دولتي چارواکو، سرتیرو، قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو خلکو برخه اخیستي وه.
د زابل والی خیال محمد حسیني وویل، چي افغان امنیتي سرتیري د هیواد د خاوري او امنیت د ساتني لپاره قرباني ورکوي او د دوي د سرښندونو په نتیجه کې خلګ ارام ژوند لري.
نوموړي وویل، ولایتي اداره د خپلو سرتیرو د قربانیو ملاتړ کوي او هڅه کوي چي د دوي لاسته راوړني د عدالت او بیارغوني په وسیله وساتي او تقویه یې کړي.
پر همدې مهال د زابل ولایت امنیتي مسٔوولین وايي، چي افغان ځواکونه ورځ تر بلي د پیاوړي کیدو په حال کي دي او د نړیوالي ټولني له خوا هم ورسره د سپکو او درنو وسلو او نورو تجهیزاتو لازمي مرستي دوام لري.
د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزي د زابل اوسیدونکو ته ډاد ورکړ، چي وسله وال مخالفین نسي کولای چي یا کومه سیمه ونیسي یا خلکو ته ستونزي جوړي کړي.
د زابل ولایت سیمه ییز مشران د افغان ځواکونو سرښندني ستایي او وایي، چي د زابل ټولي امنیتي پوستي او ولسوالۍ يې ساتلي دي او خلګ هم ورڅخه خوشاله دي.
دوی وویل، حاضر دي چي په هر حالت کي د سرتیرو څخه ملاتړ وکړي او د هیواد د دښمنانو پر خلاف جګړه وکړي.
د زابل اوسیدونکي په داسی حال کي د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي چي په روان کال کي په دي ولایت کي امنیتی حالت ښه سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون