په بغلان کي لس زره جریبه مځکه د کانالونو د ډکیدو له ګواښ سره مخ ده

راپور: نورګل اندړوال

دبغلان کروندګروايي، چي ددي ولایت په بیلابیلو سیمو کي  څه باندې لس زره  جریبه مځکه دکانالو دډکیدو له امله دجدي ګواښ سره مخ ده او نه سي کولای په سم ډول کرنیزحاصلات په دوه فصلونوکي ترلاسه کړي .
په همدي حال کي دبغلان دکرني ریاست مسٔولین دکروندګرو ستونزي مني اوايي، چي ددي ستونزي په لمنځه وړلو په دي ولایت کي ۱۵ زره ټنه حاصلات ډيریږي او هڅه کوي کانالونه بزګروته  پاک کړي
د بغلان  په مرکزي بغلان  ولسوالۍ کي کروندګر وايي، چي په دي ولسوالۍ کي څه باندي دوه زره جریبه کرنیزه مځکه د کانالونو د نه ایستلو له امله له جدي ګواښ سره مخ ده او کلونه کیږي چې ورڅخه یواځې یوفصل کرنیز محصولات ترلاسه کوي .
پر همدي محال د بغلان دکرني ریاست دکرنیزو محصو لاتو د انجمن مشر عبدلقهار ستاري، د مرکزي بغلان دکروندګرو ستونزي پرځای بولي او وايي، چي دغه ترټولو جدي ستونزه  ده او دکانالونوپه بیا ایستلو سره به پیل وکي.

دبغلان دکرني ریاست مسٔولین وايي، چي په دي ولایت کي لس زره جریبه ځمکه یاده ستونزه لري او هڅه کوي کانالونه یې پاک کړي .

.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...