راپور:محمد یار مجروح
د اقتصادي چارو کتونکي په دي نظر دي، چي د ټاپي نل لیکي د کار له بشپړیدو سره به د افغانستان په زیات شمیر ولایتونو کي خلکو ته کاري فرصتونه برابر سي او دغه راز افغانان به په ټيټه بیه ګاز تر لاسه کړي.
د چارو کتونکي وايي، د دغي پروژې په پرانیستنه کي باید پخوانیو چارواکو او هغه کسانو ته هم بلنه ورکړل سوې وای چي د دې پروژې نظریه یې وړاندي کړي او په دې برخه کي یې هڅي کړي دي.
ټاپي چي د افغانستان لپاره یو حیاتی پروژه بلل کیږي، تیره ورځ د څلورو هیوادونو د مشرانو له لوري یې په هرات ولایت کي رسمی پرانیستنه وسوه.
دغه نل لیکه به د افغانستان له څلورو ولایتونو هرات، فرا، هلمند او کندهار ولایتونو څخه پاکستان او بیا هند هیواد ته غځول کیږي.
میوند، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ، تخته پل او سپین بولدک د کندهار هغه ولسوالۍ دي چي دغه نل لیکه به پکښي تیریږي.
د یادو ولسوالیو ځوانان د یادي پروژې هرکلی کوي او زیاتوي چي دا د افغان دولت لویه لاسته راوړنه ده.
ځوانان وايي دوی ته به د کار زمینه برابره سي او د هغو ځوانانو شمیر به راکم سي چي په نشه روږد دي او یا هم د بیکارۍ له امله له وسله والو سره یو ځای سوي دي.
بلخوا د اقتصادی چارو کاپوهان هم یاده پروژه د افغانستان لپاره ګټوره بولي.
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ریس محمد هاشم دقیق پدې نظر دی چي د اقتصاد په ښه کولو کي تر ټولو مهمه کار ګمارنه ده چي د یادي پروژې له پيل سره به شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي.
دی وايي، افغان دولت به وتوانیږي چي د ګازو په وسیله حرارتي انرژي تولید کړي او صنعت او زراعت ته پراختیا ورکړي.
خو یو شمیر د نظر خاوندان بیا وايي که ددغي پروژې په مراسیمو کي پخوانیو چارواکو او هغو کسانو ته چي د ټاپي د پيل څخه تر اوسه يې هلي ځلي کړي د ګډون بلنه ورکړل سوې وای، موثریت به يې ډیر وای.
د چارو کتونکی تورن نیک محمد وايي، که په یاده پرانیسته کي د طالبانو په شمول د هیواد پخواني رهبري او د سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی وای، یادي پروژې به له هره اړخه ارزښت پيدا کړی وای.
د ده په خبره پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټاپي پروژې په برخه کي زیاتي هلي ځلي کړي او باید په یاده پرانیستنه کي بلنه ورکړل سوې وای.
تمه کیږي ټاپي نل لیکه چي له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ګاز لیږي د ۲۰۲۰ م کال په سر کې د اوه عشاریه شپږ میلیاردو ډالرو په ارزښت په بشپړه توګه په فعالیت پیل وکړي چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون