راپور : جاوید احمد سمسور
په دي لړ کي په کندهار کي له درې څلویښت کسانو څخه د روسیې د بورسونو لپاره ازموینه واخیستل سوه.
له دغه کسانو څخه به یې ۲۰ تنه کامیاب کسان د شهید حشمت خلیل کرزي د بنسټ له خوا روسیې ته د لوړو زده کړو لپاره لیږل کیږي.
د کندهار د ځوانانو چارو امر وايي، چي د دغه بورسونو کامیاب کسان په روسیه کي په خپل لګښت اوسیږي خو د فیس لګښت یې د دغه بنسټ له خوا ورکول کیږي.
د شهید حشمل خلیل د بنسټ غړي هم وايي، چي له دې فرصت څخه باید ځوانان پوره ګټه واخلي او لوړي زده کړي وکړي.
په کندهار کي د بهرنیو بورسونو لپاره د ځوانانو لیوالتیا زیاته سوې او زیات شمیر ځوانان هڅه کوي تر څو په بهرنیو پوهنتونو کي زده کړي وکړي.
د بهرنیو بورسونو لپاره په کندهار کي له درې څلویښت کسانو څخه ازموینه واخیستل سوه چي له دوی څخه به ۲۰ تنه یې د ماسټرۍ او لیسانس په کچه د زده کړو لپاره روسیې ته ولېږل سي.
کامیاب کسان د شهید حشمت خلیل کرزي د بنسټ له خوا لېږل کیږي او د فیس پیسې دغه بنسټ ورکوي.
د کندهار د ځوانانو چارو امر وايي، چي دغه بنسټ له دې مخکي هم ځیني ځوانان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لیږلي چي دا د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی.
د شهید حشمت خلیل کرزي د بنسټ غړی فضل عمر مجددي او دغه راز نور کندهاري ځوانان وايي، چي د لوی کندهار د ځوانانو لپاره دا ډول بورسونه ډېر ګټور دي چي باید په ګټه ځني واخلي.
د دوی په خبره، دغه بنسټ د ځوانانو لپاره هلي ځلي کوي تر څو د نورو هیوادونو په پوهنتونونو کي ځوانانو ته د زده کړي زمینه برابره کړي.
په کندهار کي د پخوا په پرتله د بهرنیو بورسونو لپاره د ځوانانو علاقه زیاته سوې او زیات شمېر ځوانان غواړي چي په بهرنیو پوهنتونونو کي زده کړي وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون