راپور: سید حمید هاشمي
دوی وايي، که روان کال همداسي دوام وکړي نو د دوی کښتونو ته به زیانونه ورسیږي.
بلخوا د کرني ریاست مسٔولین وايي، په کندهار کي تر دي مهاله یوازي ۱۷،۷ ملي متره باران سوی چي دا د یوه اباد کال لپاره بسنه نه کوي.
د روان ۱۳۹۶ کال ورستی میاشت روانه ده خو تر دي مهاله په کندهار کي په ډیره کمه اندازه بارانونه سوي، چي له امله يې بزګر او باغ لرونکي کسان اندیښمن دي.
دا مهال چي د کښتونو په خاص ډول بیا د غنمو د ودي لپاره تر ټولو ښه وخت بلل کیږي، خو وچکالۍ او د اوبو کمښت د بزګرانو هیلي مړي کړي او له امله يې کښتونه او فصلونه اغیزمن سوي دي.
بزګران وايي، د بارانو کم اورښت دوی له ستونزو سره مخ کړي ځکه که کال همداسي دوام وکړي نو دوی به له مالي زیانو سره مخ سي.
د دوی په خبره اوسمهال يې باغونه د برمو او څاګانو په اوبو خړوبیږي، چي د کښتونو اړتیا نسي پوره کولای، ځکه نو اړوند چارواکي باید په دي برخه کي د دوی سره همکاري وکړي.
بلخوا د کندهار د کرني ریاست مسٔولین وايي، چي د یوه اباد کال لپاره دوی ۲۸۰ ملي متره بارانو ته اړتیا لري ولي تر دي مهال یوازي ۱۷،۷ ملي متره بارانونه سوي دي.
د کرني ریاست ویاند حبیب الرحمن سجاد وايي، چي روان کال د وچکالۍ زیری ورکوي، ولي دوی هیله لري چي د کال په وروستیو ورځو کي به د بارانونو اندازه زیاته سي.
د هغه په خبره د اورښتونو د کمښت سره په دغه ولایت کي په مځکه کي د اوبو سطحه هم کښته سوي ده.
تیر کال په کندهار کي ټول ۱۴۲ ملي متره باران سوی وو چي بیا يي هم د کښتونو او باغونو اړتیا نسوای پوره کولای.
ددي سره په کندهار کي د دهلي بند د اوبو سطحه هم کښته سوی، خو تمه سته چي په ګاونډي ولایتونو زابل او غزني کي به د واوري تر ویلي کیدو وروسته د کندهار د اوبو طبیعي سرچیني هم ډکي سي او د اوبو اوسنۍ اندازه به لوړه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون