د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، چي یادو وسله والو په کندهار ښار کي پنځه تنه په غلچکیو بریدونو کي وژلي او په ځینو نورو تخریبي کړنو او چاودنو کيلاس لري.
سرچینه زیاته وي چي ۱۲ واړه کسان د ښار په بیلا بیلو برخو کي نیول سوي.
ملي امنیت د نیول شویو کسانو ثبت شوې خبري هم د رسنیو په واک کې ور کړي چې له مخې نیول شوي کسان د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې د غلچکیو بریدونو په اړه د خپلو کړنو بیان کوي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي چې یادي وسله والي ډلي په نیول کیدو سره يې په ښارکې د ډيرو نا امنیو مخه نیولې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون