پکتيکا: په يحيى خېلو ولسوالۍ کي د موټرسايکل بم چاودنه سوې

د يحيى خېلو امنيه قوماندان محمد رضا پاچا وويل، چي نن له غرمي مخکي شاوخوا لس بجې د دي ولسوالۍ په بازار کي د موټرسايکل بم چاودنه سوې ده.

ده وويل، چي په دي چاودنه کي د يوه پوليس په ګډون درې کسان وژل سوي او شپږ نور ټپيان دي.

خو د ښرني د ملکي روغتون يوې سرچينې رسنیو ته وويل، چي له دي چاودني ١٢ ټپيان ور وړل سوي، چي يو پوليس او پاتې نور عام خلک دي.

د يحيى خېلو بازار يوه هټۍ وال محمدالله وويل، چي چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځاى پر ځاى سوي وو.

ده وويل، چي په دي چاودنه کي ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ يو شمېر هټۍ نړېدلي او درې موټر هم له منځه تللي دي.

د دي پېښي مسٔووليت تر اوسه کومي وسله والي ډلې پر غاړه نه دى اخيستی.

د يادوني ده، شاوخوا درې کاله وړاندي د همدي ولسوالۍ د واليبال په ميدان کي ځانمرګى بريد وسو چي تر سلو ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولي وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...