د کندهار ښاروالۍ مسٔولین وايي، په روان کال کي يې ۷۱۶ ټنه بې کیفیته خوراکي مواد راټول کړي او له منځه يې وړي دي

راپور: سید حمید هاشمي

دوی وايي، د بې کیفته خوراکي موادو د راټولو لپاره يې د ځینو ادارو سره په ګډه یو کمیسیون جوړ کړی تر څو په ښار کي د بې کفیته خوراکي موادو مخنیوی وکړي.

د کندهار ښاورالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وايي، چي په ښار کي د بې کیفیته او تر وخت تیر خوراکي موادو د راټولو په موخه د ولایتي ادارې لخوا د یو شمېر ادارو سره ګډ کمیسیون جوړ سوی دی.

هغه وايي، یوازي په روان کال کي يې د ښار د پنځلسو ناحیو څخه ۷۱۶ ټنه بې کیفیته خوراکي مواد راټول کړي او وروسته يې له منځه وړي دي.

بلخوا رضايي وايي، چي ښاروالي د ښار د پاکوالي او تنظیف لپاره هم ځانګړي پلانونه لري چي یوازي په تیرو څلور میاشتو کي يې د ښار د بیلا بیلو برخو څخه ۶۷۳۸۸ متره مکعبه کثافات ټول کړي او د ښار څخه يې لیري سیمو ته انتقال کړي دي.

هغه وايي، ددي تر څنګ ښاروالي اوس په ښار کي ۱۴ فعاله پروژې لري، چي د بیارغوني کارونه مخته وړي.

کندهار ښاروالي سږ کال په ښار کي ۴۵ پروژې رغنیزي تطبیق کړي چي له دي ډلي يو شمیر يې بشپړ سوي او ځیني نوري يې اوس هم تر کار لاندي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...