په هلمند کي طبعي ځنګلونو غصب سوي دي

راپور: جواد داوري

د کرني ریاست چارواکي وايي، هڅي یې پیل کړي دي چي طبعي ځنګلونو له غصب څخه وژغوري او همدارنګه د ساتني دپاره احطاوي دیوالونه جوړ کړي.

د چاپیریال ساتني اداره له امنیتي ارګانونو غواړي چی د طبعي میراثونو په خوندیتوب کي ورسره مرسته وکړي.

له نژدې څلور لسیزو جګړو له امله په هلمند کي د دولتي مځکو د غصب په لړ کي طبعي ځنګلونه او فارمونه تر ډیره غصب سوي دي او یا هم ځیني کسانو په تیرو حکومتونو کي قبالي پر جوړي کړي دي.

د هلمند د کرني او مالداري ریٔس انجنیر احمدشاه خیري وايي، په هلمند کي شاوخوا دیرش داسي ځنګلونه لري چي تر هر یو یې تر زر جریبه زیاته مځکه کي له کلونو راهیسی جوړ دي خو د غاصبینو له لوري يې د ځنګلونو ډیری برخي غصب سوي دي او یا هم پر ځینو کسانو پلورل سوي دي.

دي وايي، هڅه کوي د امنیتي ساحې په ډیروالي سره طبعي ځنګلونو هم خوندي کړي.

نوموړي زیاته کړل: (( د بولان ځنګل پروژه چي د دريو مياشتو په لړ کي په شاوخوا ۱۴ ميليونه افغانۍ پلي سوه، له مخي يې څلور کيلومتره سړکونه و ايستل سول، درې محافظوي ټاورونه او د اوبو د ايستلو لپاره ويالي جوړي سوي دي.))

هغه وویل، د نورو ځنګلونو دپاره هم ورته پروژې تر کار لاندي لري.

د چاپيريال ساتنې ادارې رئس حاجي محمد نبي له ځایي اوسیدونکو وغوښتل، چي د ځنګل ساتني او خونديتوب لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او پکښې د سوځوني چارو او تخريب څخه جدي ډډه وکړي، ترڅو دغه طبعي شتنمي خوندي او خلک تري ګټه واخلي.

د هلمند ولایتي شورا ریٔس پر خلکو نیوکه کوي چي عامه شتمنیو ته پاملرنه نه کوي ځکه له همدي امله په ځنګلونو کي اور لګیدني رامنځ ته کیږي.

ویل کیږي، په لښکرګاه کي د بولان طبعي ځنګل چي شاوخوا ۱۳ سوه جریبه مځکه کي جوړ سوی دی خو په تیرو حکومتونو کي د نه پاملرني له امله اوس ځنګل ۶۰۰ جریبه مځکه کي پاته دي چي اوس هم ددي اندیښنه موجوده ده چي یو شمیرکسان هڅه کوي د ځنګله مځکه غصب کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...