په کندهار کي خبريالان وايي، چي معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي يې ستونزي پر ځای پاته دي

راپور: محمد یار مجروح

یادي څرګندوني کندهاري خبریالان پر داسي مهال کوي چي کندهار ته د نوي والي زلمي ویسا د خبریالانو سره په لومړۍ کتنه کي معلوماتو ته د لاس رسي او د ستونزو د حل خبره کړې وه.

د کندهار خبریالانو یو ځل بیا کندهار والي ته شکایت وکړ چي د وخت په تیریدو سره دوی ته پر وخت معلومات نه ورکول کیږي.

خبریالان وايي، چي هغه بې باوري چي د خبریالانو او ولایت تر منځ رامنځ ته سوې باید نوره ختمه سي او ولایت مقام دي د معلوماتو د لاس رسي په برخه کي له خبریالانو سره همکاري وکړي.

کندهاري خبریالان وايي، د امنیتي ارګانونو پر وخت د معلوماتو د نه ورکړي له امله بیلابیلي ګنګوسې خپريږي چي له امله يې د خلګو په مینځ کي د ویري د خپریدو سبب ګرځي.

خبریالانو د کندهارکلید راډیو د پخواني ریٔس احمدالله څرګند موضوع ته په اشارې وویل چي اړوند ارګانونه له دوو میاشتو راهیسي پوره معلومات ندي ورکړي.

خبريالانو د کندهار له ولايتي ادارې څخه وغوښتل،  دکندهار کلید راډیو د مسٔوول احمدالله څرګند په دفتر کي د چاودیدونکو توکو ډک مایک په اړه دي جدي پلټنه وسي او د موضوع تر سپيناوي مخکي دي له څرګندونو څخه ډډه وسي.

تيره ورځ د کندهار امنيه قوماندانۍ خبر ورکړ، چي د کندهار کليد راډيو د مسٔوول احمدالله څرګند په دفتر کي يې د چاوديدونکو ډک مايک نيولی او هغه پلان درلود چي د دې مايک پواسطه د کندهار پر امنيه قوماندان باندي بريد وکړي.

پر همدې مهال د کندهار والي زلمی ویسا په سختو حالاتو کي د خبریالانو کار کول وستایل خو زیاته يې کړه چي  له لویه سره په سسټم کي ستونزي سته او دوی يې د حلولو هڅي کوي.

د کندهار والي ژمنه وکړه په دي برخه کې به ټولي ادارې وپوهوي چي د خبريالانو سره د معلوماتو په شریکولو کي مرسته وکړي.
نوموړي د خبريالانو څخه وغوښتل چي د ادارو اصول په پام کي ونيسي او د هري ستونزي سره چې مخ کيږي د ولايت مقام سره دي يې شريکوي څو د حل لاره ورته پيدا کړل سي.

هغه خبریالانو هغه عکسونه وښودل چي د امنیتي راپورونو په اساس احمدالله څرګند په مایک کي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې کوم لوړپوړی دولتي چارواکی په نښه کړي.

کندهار چي د هيواد مهمه سيمه ده، موضوعاتو او خبرونه پکښي ډير دي، خلک هڅه کوي چي له حالاتو ځان خبر او خپلي پوښتني د خبريالانو په واسطه  چارواکو ته  مطرح کړي او ستونزي يې تر هغوی ورسوي .
خو دلته يو شمير ستونزي د دي باعث سوي دي چي د خبريالانو د کار مخه ډب او د خلکو پوښتني بي جوابه او ستونزي بې حله پاتي سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...