راپور: غلام فاروق رسولي
د هرات ولایت د چرگانو لرونکو اتحادیې مسٔولین وایي، د چرگانو د انفلوینزا یا والګی له کبله چي د ایران هیواد څخه هرات ته راوړل سوي د شاوخوا یو میلیون ډالر تاوان د دي ولایت د چرګانو ساتونکو ته اوښتی دی.
د دي اتحادیې مشر وایي، په تیره یوه اونۍ کي په دي ولایت کي شاوخوا یونیم لک چرګان د دي ناروغۍ له کبله مړه سوي دي.
د چرګانو انفلوینزا یا والګی چي یوه ساري ناروغي ده په تیرو لسو ورځو کي په هرات ولایت کي ۱۳۳ زره چرګان لمنځه وړي دي.
په هرات ولایت کي د چرګانو لرونکو اتحادیې مشر ضیاالحق رحماني وایي، دا ناروغي د ایران هیواد څخه هرات ته را انتقال سوي ده.
ښاغلی رحماني زیاتوي، چي دا ناروغي په هرات کي دیارلس د چرګانو فارمونه په بشپړ ډول لمنځه وړي او شاوخوا یو میلیون ډالره تاوان یې خلکو ته اړولی دی.
د بلی خوا د هرات ولایت د کرهڼي او مالدارۍ ریٔس عبدالصبور رحماني هم د چرګانو انفلوینزا یا والګي خپریدل په دي ولایت کی د اندیښني وړ بولي او وایي، په هرات کي یې ټول د چرګانو فارمونه قرنطین کړي تر څو نور چرګان او خلک د دي ناروغۍ څخه تاواني نه سي.
په هرات ولایت کی شاوخوا ۳۵۰ د چرګانو فارمونه شتون لري چي تر ډیره یې د بهرني هیواد څخه د چرګانو د غوښو او هګیو د واردتو څخه مخنیوی کړی او د یوشمیر اقتصاد پوهانو په اند همدا لامل کیدلایسي ځیني بهرني کړۍ یې هڅولي وي تر څو په لوی لاس دا ناروغي و هرات ولایت ته را انتقال کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون