په کندهار ولایت کي د هیواد په کچه د غېږ نیوني لوبي تر سره سولې

راپور: عبدالمنان ارغند

په کندهار کي د هیواد په کچه لویه غیږ نیونه تر سره سوه چي د هیواد د مختلفو ولایتونو د غیږ نیوني مینه والو او پهلوانانو پکښي برخه اخیستي وه.

له بلي خوا پهلوانان وایي، چي غیږ نیونه عنعنوي بڼه لري او دا لوبه د نفرتونو د له منځه وړلو په موخه تر سره کوي.

د کندهار د سپین بولدک په مرکز کي د افغانستان د مختلفو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ غیږ نیونه ده چي په زرګونو کي کسان يې نندارې ته راغلي وه.

ددي عنعنوي لوبي جوړونکی محمد صدیق وایي، چي به خپل شخصي لګښت یې سل جوړي پهلوانان را غونډ کړي دي او نن دریمه ورځ ده چي د هیواد په کچه یې د غیږ نیوني لوبه تر سره کړه. هغه وايې، چي ددي غیږ نیوني لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول سوي وه او پرته له کومي ستونزي دا لوبه تر سره سوه.

د لوی کندهار د مختلفو سیمو څخه ورغلي پهلوانان وایي، غیږ نیونه کلتوري بڼه لري او دغه لوبه د ورورولۍ او د خلکو ترمنځ د نفرتونو د له منځه وړلو لپاره تر سره کیږي او په دي لوبه کي په زرګونه کسانو ګډون کړی دی.

د افغانستان د لویدیځ څخه راغلي غیږ نیونکي هم خوښ دي او د لوی کندهار د خلکو له میلمه پالني څخه مننه کوي.

هغوی وایي، چي دغه لوبه عنعنوي بڼه لري او په دي ډول لوبو سره د سمت، ژبو، سیمو او خلکو ترمنځ نفرتونه لیري کیږي.

د لوی کندهار دغه لوبي په داسي مهال جوړیږي چي کندهار یو له امن لروونکو ولایتونو له جملي څخه دی او په دي ولایت کي هر ډول لوبو ته زمینه برابره سوي ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...