د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار رسنیو ته وویل، د زلزلي له کبله هلته درې تنه سطحي ټپیان سوي دي.
د هغه په خبره تر اوسه د هغي زلزلې له کبله چي د چهارشنبې د ورځې په ۱۱ نیمو بجو وسوه، بله هیڅ سیمه کي د تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل سوی.
دی وايي، که په بدخشان کي د زلزلې له کبله د کوم زیان راپور راسي، دوی د ولسوالیو په سطحه د مرستي رسولو ټیمونه چمتو کړي دي.
د بدخشان د جرم ولسوالۍ په دي سیمه کي د حکومت د مخالفو وسلهوالو له مرکزونو ګڼل کېږي.
خو د بدخشان د والي مرستیال دا رد کړه چي مخالف وسله وال دې په جرم کې د ولسوالۍ په سطحه فعال حضور ولري.
پرون د ریښتر په کچه شپږ عشاریه یو زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې برخي لړزولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون