راپور: نور ګل اندړوال
دبغلان ولایتي شورا وايي، چي پیل سوي پوځي عملیات په دي ولایت کي په کښته کچه دي او له مرکزی حکومت څخه په کلکه غواړي چي په پراخه کچه دي په دي ولایت کي پوځي عملیات پیل کړي.
دسیمي اوسیدونکي او ولایتی شورا غړي له حکومته غواړي چي دجګړو بې ځایه سوو کورنیو سره دي مرستي وکړي.
پر همدي محال دبغلان والي دخلکو ستونزي مني او وايي، ډيرژر به په ډنډشهاب الدین کي دمرستي په موخه سروې پيل سي.
د بغلان ولایتی شورا په ډنډ شهاب الدین سیمه دافغان ګډو ځواکونو عملیات په کښته کچه بولي او وايي، چي باید په دي ولایت کي اوږد مهاله او پراخ عملیات په لاره واچول سي.
شمس الحق بارکزی د بغلان دولایتي شورا غړی وایي، چي په دوو اونیو عملیاتو کي سیمیز خلک کډوال او له مالي اړخه زیانمن سوي باید دبغلان سیمیزه اداره ورسره مرستي وکړي.
دبغلان والي عبدالحی نعمتي وايي، چي دمجبوریت پراساس یې یادعملیات پيل کړي او ژمنه کوي چي ډير ژر به جګړه ځپلو او بې ځایه سوو کورنیو سره په ډنډشهاب الدین کي دمرستي په موخه سروې پیل سي .
جنرال اکرام الدین سریع دبغلان آمنیه قومندان وايي، چي دعملیاتو پرمهال یې له طالبانو سیمې نیولي او زیاتوي چي که ددي ډلي غړي له حکومت سره سولي ته زړه ښه نه کړي لمنځه به یې یوسي .
دبغلان په ډنډشهاب الدین سیمه دوي اونۍ کیږي چي عملیات پیل سوي او آمنیتي ځواکونه ددي عملیاتو پرمهال توانیدلي خلازیو سیمه دطالبانو څخه ونیسي او دشمال شرقي ولایتونو غزیدلي لاره نسبتآ امن کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون