راپور: جواد داوري
د تیر یوه کال راهیسي د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د دریمي حوزي څخه عملیات پیل سوه خوپه لومړیو کي یې موثریت ډیر کم و د تیرو دریو میاشتو راهیسی د امید ۱۰ په نوم عملیات ځیني پرمختګونه لري.
د هلمند امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال ګلی خان وايي، د نادعلي او مارجي ولسوالیو ترمنځ غواړي د امنیتي ځواکونو کمربند جوړ کړي ترڅو په راتلوونکي کي د ولسوالیو امنیتي پوښښ قوي کړي.
د ملي اردو د دریمي لوا درستیزوال ډګروال اصحاب الدین وايي، عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پر مخ وړل کیږي چي تردي مهال يې شاوخوا شل کیلومتره سیمه کي امنیتي تهدید له منځه وړی دی.
دي وايي د افغان ځواکونو د هوایی ملاتړ ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو قوي هوایی ملاتړ ورسره دي چي د ورځي او شپي پرمهال د وسله والو طالبانو بریدونه یې خنثی کړي دي چي غوښتل يې پر امنیتي ځواکونو حملي وکړي.
پرهمدي مهال د نادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن محبوب خان هم وايي، پوستي په موقتي ډول نه جوړوي غواړي د سیمي د اوسیدونکو دپاره دایمي امنیت زمینه برابره کړي.
پر روانو عملیاتو نیوکه داده چي تصفیه سوي سیمي امنیتي ځواکونه بیرته خوشی کوي.
د سیمي اوسیدونکي هم دغه عملیاتو ته ځکه خوشحاله دي چي د تیر یو کال راهیسي په لښکرګاه کي د بیځایه کیدو وروسته به بیرته خپلو سیمو ته ستانه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون