راپور: نقیب الله صدیقي
دیني عالمانو وویل، په هیواد کي وروستۍ پيښي د حکومت د بې غورۍ له امله رامنځ ته سوي ځکه حکومتي چارواکي په خپلمنځي ستونزي بوخت دي.
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو چارواکو وویل، دیني عالمان باید په هیواد کي د ځانمرګو بریدونو او جګړو په اړه ږغ پورته کړي کوم چي ملکي کسان پکښي وژل کیږي.
د کندهار په دوه سوه پنځم اتل قول اردو کي د دیني عالمانو، قومي او مشرانو او دغه قول اردو د مسٔولینو تر منځ د همږغۍ غونډه تر سره سوه.
په دغه غونډه کي قومي مشرانو او د سولي شورا غړو د افغان ځواکونو سرښندني وستایلي او زیاته یې کړه چي د ټولو هیوادوالو تمه یوازي افغان ملي دفاعي ځواکونو ته ده.
دغه راز په یاده غونډه کي دیني عالمانو په افغانستان کي د ترهګریزو پيښو یو لوی لامل په حکومت کي اختلافات یاد کړل.
دوی وویل، خلک باید ټول په اتفاق سي او تر خپلو شخصي ګټو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي تر څو اوسنۍ ستونزي له منځه ولاړي سي.
دوی وویل، د مسلمان وژل حرام دي او په هیواد کي د دې ناخوالو د مخنيوي لپاره یووالی په مهم دی.
د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو مرستیال بیا وویل، په افغانسان کي د ګاونډیو او سیمي هیوادونو استخبارات امنیتي او نوري ستونزي رامنځ ته کوي.
هغه وايي، د دي لپاره چي د دغه ستونزو مخنیوی وسي باید د افغانستان ټول اقوام سره یو موټی سي او د هیواد دښمنانو ته غاښ ماتوونکی جواب ورکړي.
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو منسوبینو وروسته له هغه له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د همږغۍ غونډه کوي چي په دي وروستیو کي په کابل او ننګرهار کي د وسله والو طالبانو او داعش وسله والي ډلي له خوا خونړي بریدونه ترسره سوه، چي په ترڅ کي یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون