په جلال‌اباد ښار کي ځانمرګی او ډله‌ ییز بریدونه سوي

د دغه ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل، چي نن سهار شااوخوا نهه بجي د جلال‌اباد ښار د دریمي حوزې په مربوطاتو کي د سېف ده چلډرن “Save the Children” دفتر مخ ته یوه انتحاري حمله سوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا د دغي حملي په پایله کي د دې ادارې ځیني موټرانو اور اخیستی او د یو شمېر چادونو ږغونه هم اورېدل سوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

تر اوسه کومې وسله ‌والي ډلي د دې  مسؤلیت نه ‌دی منلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...