د پراګ چارواکو وویل، دوي ښځي چي په ایرو سټار ډېوېډ هوټل کي د اورلګېدو په دي پېښه کي ټپیاني سوي وي، پرون ناوخته یې ساه ورکړه.
د چارواکو په وینا اووه تنه نور ټپیان تر اوسه په روغتونو کي تر درملني لاندې دي.
پولیسو لومړني دوه وژل سوي د جرمني او جنوبي کوریا اتباع ښودلي، خو د وروستیو دوو تنو د هویت په اړهیې څه نه دي ويلي.
په ټپیانو کي د هالنډ، ترکیې او فرانسې اتباع هم شامل دي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چي څه شي په دي هوټل کي د اور د لګېدو سبب سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون