راپور: محمد شریف شریفي
دوی وايي، ولسمشر پکتيا ته په خپل سفر کي په بیلابېلو برخو کي ژمني کړي دي خو تر اوسه یې ندي عملي کړي.
دوی دا خبري د جهاد او مقاومت د ارزښتونو ساتلو د ولايتي دفتر په پرانيست غونډه کي کړي دي.
د پکتيا ولايتي شورا غړي، قومي مشران او ځوانان وايي، پکتيا چي د سویل ختيځ زون مرکز او څو مياشتي وړاندي یې لومړی درجه ولايت ته ارتقاع وکړه خو تر اوسه د دويمي درجي ولايت امتيازات او امکانات ورکول کيږي.
دوی وايي، ولسمشر چي په روغتيا، بيا رغونه، زده کړو او نورو برخو کي کومي ژمني کړي تر اوسه ندي عملي سوي او د ژر عملي کیدو غوښتنه یې کوي.
دوی وايي، د پکتيا ډېر شمیر لوستي ځوانان او کادرونه لا هم په دندو ندي ګمارل سوي او د مور ميرې چلند ورسره کيږي.
شاو خوا دوي مياشتې وړاندي، چي ولسمشر پکتيا ته سفر درلود دا یې ومنله، چي دي ولايت ته په هيڅ برخه کي کار ندی سوی او ژمنه یې وکړه، چي له دي وروسته به ورته په هره برخه کي ځانګړی پام کيږي خو د پکتيا اوسېدونکي وايي، لا هم د ولسمشر ژمني د کاغذ پر مخ پاتي دي او ندي عمي سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون