دغه بريد تیره شپه شاوخوا ٩:٠٠ بجې پيل سو او نن له غرمي مخکې شاوخوا ٩:٣٠ بجې پاى ته ورسېد.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چي په دغه بريد کي پر د درو بريدګرو تر څنګ د بهرنيو وګړو په ګډون پنځه کسان وژل سوي او شپږ نور د درو امنيتي ځواکونو په ګډون ټپيان دي.
د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مشر جمالدين پاچاخېل وراره حفيظ الله وایی، چي اکا يې په دغه بريد کي ټپي سوى و خو وروسته يې د کابل په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه پوري هیڅ کومي ډلي د دغه بريد مسٔووليت نه دى منلى.
انټرکانټيننټال د کابل له مشهورو هوټلونو څخه دى چي د ګڼو غربي هېوادونو وګړي او میلمانه پکښي مېشت وي. دغه هوټل د کابل لوېديځ ته د يوې غونډۍ پر سر موقعيت لري.
هوټل تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي دى او د ننوتلو په لاره کي يې د پلټني ګڼې پوستي شتون لري.
دا په داسي حال کي ده چي شاوخوا شپږ کاله وړاندي هم د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل برید سوی و چي په پايله کې يې ٢١ تنه ووژل سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون