۱۰ ټولنیز نزاکتونه په پام کې ونیسئ

ژباړه: الهام الله بابر

تل با ادبه اوسې: که چیرې د کوم کس څخه مو ښه نه راځي ټولنیز چلند او منزلت مو دومره د هغه کس تر کچې مه مه ټیټوې، تل مودب او با نزاکته اوسې تر څو خپله برتري حفظ او د هغه په نسبت پورته ثابت شی. هیڅکله ښکنځل مه کوئ: ښکنځلې کول مطلق بندې دي. ښایې چې تاسې قادر نه یاست چې د نیکو کلیماتو او ټکو څخه ګټه پورته او استعمال یې کړې.

لوړ اواز سره خبرې مه کوئ: کله چې لوړ اواز سره خبرې کوې سټرس کچه مو شا اوخوا کې لوړه ځي، لوړ اواز سره خبرې کول ددې معنې ورکوي چې تاسې منطقي بحث د نورو سره نشې کولې او معقولانه استدلال کې عاجز یاست، همدارنګه لوړ اواز خبرو سره د شا اوخوا خلکو منفي اړخ ته پاملرنه کیږي.

خپل ځان کابو له لاسه مه ورکوئ: کله چې تاسې خپل کنټرول د لاسه ورکوې تاسې جوته وي چې احساسات او هیجانات مو نشې کابو کولې، کله چې تاسې خپل احساسات نشې کابو کولې نورې چارې به څنګه کابو کړې؟ تل خپل ځان کابو کې وساتې (که څه هم اسانه نه بریښې ولې اړین دی).

نورو کسانو کارونو کې مداخله مه کوی، ځکه دا کار شخص حریم د یو کس تر پښو لاندې کول دی او ناوړه کړنه یا چلند دی.

چا خبر کې مه را دانګې: اجازه وکړې چې نورو خبرې پای ته ورسیږي نورو خلکو خبرو کې را غورځیدل سوچه بی نزاکتي او د ټولنیزو ادابو نشتون څرګنداوي کوي. تل د ” بخښنه غواړم” کلمې په پيل سره وخت واخلې، مودب والې ددې څرګنداوې کوې چې تاسې د نورو خلکو عقایدو او احساساتو ته درنښت لرئ.

تل وخت پیژندونکې اوسه: اړینه ده وخت سره ناستو ، لیدنو او نور بوختیاوو کې شتون پیدا کړئ. همدارنګه پیژندونکې شخص پوهیږي چې کله میلمستیا ترک کړي.

د ژوند پټ رازونه مه څرګندوې: حیا، عزت، شرافت، صداقت او بصیریت خورا ارزښت لرونکې فکتورنه دي چې د یو شخص اعتبار څرګندوي. د مینې ژوند رازونه مو باید پټ پاتې شي. که چیرې کوم شخص خپل رازونه درته څرګند کړ تاسې خپل تل اوساتې.

لاړې مه توکوئ: اکثر وخت نا ببره توګه ځینې کسان دا کار ترسره کوي چې خورا شخص بی شخصیته ښکاره کوي. هیڅ وخت لاړې یا ګوته پوزه که مه وهې که چیرې غواړې بی نزاکته ځان څرګند کړې نو بیا دا کار ترسره کړی.

نور درنښت ساتې: لکه څنګه چې تاسې خوښ لرې نور تاسې ته درنښت وکړي خپله هم نورو ته درنښت او احترام کوی. د سړک څخه تیریدو وخت کې، قطار وخت کې، موټر ته جګیدو وخت نور ته درناوې کوی (ځانګړې توګه میرمنو ته).

x

دا هم وګورئ

د مونوګراف او سیمینار لارښود اثر چاپ شو

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي مونوګراف د څېړنې د خاصو جوړښتونو څخه هغه څېړنيز فورم دی ...