د انانسرۍ په اړه څو خبرې

اجمل تورمان

دا اوونۍ مې په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي ول، چې مونږ په بیلابیلو برخو کې د انانسرانو( اناونسرانو)، ویونکو (نطاقانو) یا پروګرامونو د چلوونکو له کمښت سره مخ یو. تاسې یې چې هر څه بولۍ زه ورته دلته انانسر وایم. زمونږ ډېری انانسران له بده مرغه له خپل فن یا هنر سره کاغذي چلند کوي، لوی کمال یې دا وي چې خپل غږ بدل کړي، کافي معلومات نه لري او له یو شمېر نزاکتونو سره هم نابلده دي. یو مثال: د کرکټ بورد د شپږېزې تر پای لوبې ورسته، ځوان سندرغاړی ویاند هنرجو لوبغالي ته راځي او سندره وايي، د سندرې  له ختم سره هم مهاله په تلویزیون د کرکټ بورد رییس، د افغانستان د سولې شورا مشر محمد کریم خلیلي او د کابینې یو شمېر غړې ښودل کېږي چې لوبغالي ته راځي او خلکو سره روغبړ کوي، خو جناب انانسر صیب له ویاند هنر جو نه په مننه نه مړېږي.

دلته دوه خبرې دي، یا خو انانسر یوازې په کاغذ لیکل شوي توري تعقیبوي او په دې نه پوهېږې چې په داشان حالتو کې باید د کاعذ له ورقې راووځي، لیدونکو ته د تصویر په اړه ووايي او په خپل نوښت او ابتکار سره وضیعت بدل کړي او یا خو دی لوبغالي ته راننوتي میلمانه اصلاً پېژني نه، چې څوک دي او څنګه یې باید انانس کړي. دا خبره له امکانه لرې نه ده، په اکثرو غونډو کې شخص راغوښتل کېږي د وینا یا خبرو لپاره خو معرفي یې نه کېږي.

مثلاً: اوس به ډاکټر صیب ابراهیم شینواری راشي او د موضوع په اړه به خپلې خبرې له تاسې سره شریکې کړي.

دې غونډې ته یو څوک راغلی، اهل قلم نه دی او ابراهیم شینواری نه پېژنې، ډاکټر یې هم ورسره ویلي، نو دی اوس څه پوه شي چې غونډې سره د دغه ښاغلي د وینا تړاو څه دی؟

خو که وویل شي چې د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال او فرهنګي فال ډاکټر صیب ابراهیم شینواری، نو دلته سړي سره موضوع حل ده او په ډېر دقت سره یې خبرو ته هم غوږ ږدي چې شینواری صیب څه وايي.

خو دلته همغه د ورقې د تعقیب خبره ده، ځکه چا چې ورته اجندا جوړه کړي ورته یې نه دي لیکلي چې ابراهیم شینواری څوک دی او دی یې هم په اړه کافي معلومات نه لري.

د نزاکتونو په اړه: په یو مجلس کې چې څلور، پنځه سوه میلمانه ناست دي، انانسر په میلمنو کې ناست له خپل یو ملګري سره ټوکه کوي چې عمومي نه ده، ځکه دا څلور، پنځه سوه میلمانه دی او د ده ملګری نه پېژني او نه یې تر منځ له شته ټوکو نه خبر دي.

خو عمومي ټوکه، هغه هم د غوندې له روحیې سره برابره او په چوکاټ کې، فکر کوم چې دا به کومه ستونزه و نه لري. نور مسایل هم شته، لکه ستیج ته بې باکه پورته کېدل او راښکته کېدل، بې ځایه خندا، خبرې او ان د موبایل یا ګرځنډه تیلفون روښانه یا په لرزه کې پرېښودل.

دا سمه ده چې یو څوک به د انانسرۍ جرات لري، یو اندازه ښګلا به هم لري، خو زما په اند یوازې دا ځانګړنې کفایت نه کوي. د جرأت په اړه باید ووایم چې زمونږ یو شمېر انانسران که د بې جرأتۍ له وجې ورنه ستیج خرابېږي له یو شمېرو بیا د ډېر جرأت له امله هم خرابېږي، ځکه ناست خلک دوی ته هیڅ په نظر نه ورځي، ځان ورته یو شی ښکاري او هر څه یې چې په خوله راغلل همغه وايي.

دا خبرې تر ډېره د ستیج، لایف یا ژوندیو غونډو د انانسرانو یا چلونکو  په اړه وي. البته زمونږ ډېری تلویزیوني او راډیويي خپرونې هم دا ستونزه لري چې، د کمیدي خپرونې چلوونکی مو سیاسي ته کښینولی وي او د سیاسي، تولنیزې ته چې دا بیل بحث دی.

او بله او مهمه خبره هغه دا ده چې، ګرانو انانسرانو! لطفاً په مایکروفون کې د خبرو کولو پر مهال چیغې مه وهئ، ځکه هغه د همدې لپاره دی چې ستاسې غږ تر اوریدونکي ورسوي. په دې برخه کې نورې ډېرې خبرې هم شته چې اوس مې فکر ته نه راځي، خو اړینه او مهمه خبره دا ده چې، په دې برخه کې باید ځوانان وروزو!

x

دا هم وګورئ

د مونوګراف او سیمینار لارښود اثر چاپ شو

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي مونوګراف د څېړنې د خاصو جوړښتونو څخه هغه څېړنيز فورم دی ...