د نادعلي او مارجې د تصفيه کولو په موخه پوځي عمليات پيل شوي دي

د هلمند چارواکي وايي، چي د دې ولايت په ناامنه سيمو کي د وسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد، د افغان ګډو ځواکونو له خوا پوځي عمليات پيل شوي دي.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په يو بيان کي وايي، چي دا عمليات به د نادعلي او مارجې ولسواليو تر بشپړي تصفيې پوري روان وي او همداراز د ناوې ولسوالۍ د ځينو سيمو ترڅنګ په بشران، چاه انجير او باباجي سيمو کي ترسره کيږي.

چارواکي وايي، چي تر دې دمه په هوايي او ځمکنيو عملياتو کي، ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو دقيق شمېر نه دی ښودل شوی. په دغه عملياتو کي د وسله والو مخالفينو څلور موټر له منځه وړل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...