د اسپانيا صدر اعظم د کاتالونيا د بېلتون غوښتونکو مشر ته ضرب الاجل ټاکلی دی

د اسپانيا صدراعظم ماريانو راخوي وايي، چي ده د کاتالونيا د بېلتون غوښتونکو مشر کارليس پوش ديمون ته د اکتوبر تر شپاړسمي وخت ورکړی دی، چي د خپلواکۍ د اعلان وضاحت وکړي.

ماريانو راخوي د اسپانيا پارلمان ته وويل، که چيرته پوش ديمون دا تائيد کړه، چي کاتالونيا دي له اسپانيا بېله شي، نو مرکزي حکومت به ده ته پنځه ورځي نور وخت ورکړي چي خپله پرېکړه بېرته وګرځوي.

د اسپانيا صدراعظم زياته کړه چي مادريد به بيا د اساسي قانون يوسل او پنځه پنځوسمي مادې ته مخه کړي چي له مخي يې مرکزي حکومت د هري سيمي د بېلتون غوښتلو پرېکړه ځنډولای شي.

د کاتالونيا مشرانو د اکتوبر په لسمه د خپلواکۍ اعلاميه لاسليک کړه خو د دې بهير د پلي کيدو چاري يې ځنډنۍ کړې. په کاتالونيا کي د اکتوبر په لومړۍ نېټه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وشوه، چي د سيمي د خلکو په وينا تر ۹۰ فيصده ډېرو خلکو مثبته رايه ورکړه، خو مرکزي حکومت دا ټولپوښتنه غيرقانوني اعلان کړه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...