امريکا د خپلو ترکي ډيپلوماټانو پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ترکيه کي د امريکا د ډيپلوماټيکي نمايندګۍ د کارکونکو د نيول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وويل، چي ريکس ټيلرسن د تېري چهارشنبې په ورځ له خپل ترکي سيال د بهرنيو چارو له وزير مولود چاوش اوغلو سره په ټليفوني خبرو کي په دې اړه د اندېښنې څرګندونو ترڅنګ د ترکيې له حکومته وغوښتل چي پر دغو کارکونکو د لګول شويو تورونو په اړه دې شواهد وړاندي کړي.

په استانبول کي د امريکا د قونسلګرۍ دوه ترک کارکونکي څو ورځي مخکي د جاسوسۍ په تورونيول شول، چي متحدو ايالتونو يې په عکس العمل کي د ترکيې اتباعو ته د وېزي ورکولو ډېری خدمات محدود کړل.

ترکيې هم په متحدو ايالتونو کي د وېزې په نه صادرولو سره ورته اقدام کړی دی. دا له هغې را وروسته چي د ناټو د دواړو متحدينو ترمنځ ډيپلوماټيکو اړيکو کي ترينګلتيا راپورته شوې، لومړی ځل دی، چي ټيلرسن او چاوش اوغلو د ټليفون له لاري په خپلو کي نيم ساعت خبري کوي.

د ترکيې رسنۍ وايي، چي د دې هېواد مشرانو د تېري چهارشنبې په ورځ خپلي تندي څرګندوني يوڅه نرمي کړي دي. د ترکيې صدراعظم بن علي يلدريم په انقره کي وويل، دوي هيله من دی، چي په لنډ وخت کي د دواړو متحدينو اړيکي بېرته عادي حالت ته راوګرځي. هغه همداراز ويلي، چي په اوس وخت کي چي نړيوال او سيمه ييز کړکيچونه په زياتېدو دي، دوی نه غواړي منطق ته شا کړي.

د هغه مرستيال صدراعظم محمد سيمسيک بيا له واشنګټن څخه د کتني پر مهال ويلي چي ترکيه د امريکا د کارکونکو ساتندويه ده او يوه لحظه نور نه غواړي، چي دغه لانجه دوام وکړي. د امريکا دفاع وزير جيمز مټېس وويل، دغي لانجې د ترکيې له وسله والو ځواکونو سره د امريکا پر پوځي اړيکو اغېز نه دی کړی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...