د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېټې پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه.
دغې کمېټې د “ختيځ مشارکت” په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکي چي ټاکل شوې، د نومبر پر ۲۴مه نېټه په بروکسل کي جوړه شي، يو لړ وړانديزونه تصويب کړي دي. په دې وړانديزونو کي پر روسيې د سختو بنديزونو پر لګولو سربېره د ګرجستان، مالدوا او اوکراين په څېر د ختيځ مشارکت له هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د اړيکو پر نږدې کيدو ټينګار شوي دي. دا وړانديزونه الزامي بڼه نه لري او کيداي شي د اروپايي ټولنې د مشرانو له خوا په نظر کي ونه نيول شي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېټې غوښتي چي د ختيځ مشارکت يا هغو هېوادونو لپاره دې چي اروپايي ټولنې سره يې د مشارکت قراردادونه لاسليک کړي، يو متبادل او اوږدمهال مېکانيزم جوړ شي، څو بالاخره هغوي ته د دې زمينه برابره کړي چي د اروپايي ټولنې د ګمرکونو، انرژۍ او ډيجيټل اتحاديو او شينګڼ زون سره يوځاي شي. د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنيو اړيکو کيمټې پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چي د اروپايي ټولنې د يو لړ اقدامانو سربېره، تېرو کلونو کي په سيمه کي د مسکو پوځي حضور زيات شوي دي.