که د سولي دغه فرصت د لاسه ووتی ښايي کلونه بیا له دغه بدبختيو سره مخ اوسو

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د جګړې ښکېل اړخونه سولي ته ژمن نه دي او غواړي په لوی لاس جګړه اوږده سي.

دوی اندېښنه لري، که د سولي دغه فرضت د لاسه ووتی ښايي کلونه بیا افغانان له دغه بدبختيو او جګړو سره ژوند وکړي.

ښاريان وايي، دغه فرصت په ډېره سختۍ لاسته راغلی، خلګ نه غواړي، چي دغه چانس د لاسه ورکړي، ښکېلي خواوي بايد ورڅخه ښه استفاده وکړي.

ديني عالمان بیا ښکېلي خواوي يووالي او ورورولۍ ته هڅوي.

مولوي اسماعيل اغا وايي، چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي د جګړې ښکېلي خواوي دي نور د ورور وژني لاس واخلي او سوله دي وکړي.

هغه وايي، الله ج مسلمانان په سوله امر کړي دي، نو ښکېلي خواوي دي د الله ج دغه امر ته غاړه کښېږدي او سوله دي وکړي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، په هر ډول چي وي بايد سوله راسي، خو د تيرو اتلس کلنو لاسته راوړني بايد د سولي قرباني نه سي.

تيره ورځ په کندهار کي سلګونو هغه ښځو هم د سولي غوښتنه کول، چي په جګړو کي يې خاوندان د لاسه ورکړي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...