په میرویس روغتون کي د تالاسميا ناروغۍ ۶۵۰ کوچنيان راجسټر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د ميرويس روغتون د کوچنيانو د واټ مسئول ډاکټر محمدصديق وايي، د تيرو څو کلنو څخه په دغه ولايت کي ۶۵۰ کوچنيان د تالاسميا ناروغۍ څخه راجستر سوي دي.

هغه وايي، د دغه ناروغۍ ډېر لوی لامل ارثي دئ، چي د مور او يا هم پلار څخه اولاد ته انتقالېږي، خو دغه حالات په مور او پلار کي پټ وي، په اولاد کي ښکاره کېږي.

ډاکټر صديق وايي، د دغه ناروغانو د ويني سره کرويات تخريبېږي، چي بیا د ويني په کمېدو اخته کېږي او هره مياشت ويني اخيستلو ته اړتيا پیدا کوي، خو ځيني شديد ناروغان په مياشت کي دوه يا څو ځله ويني اخلي، چي په خبره يې تېره مياشت دوی ۷۸۲ نارغانو ته د ويني د بانک څخه وينه ورکړې ده.

هغه زياتوي، د دغه ناروغانو علاج تر اوسه نه سته، خو د ويني اخيستل یې ژوند اوږدولای سي.

داسي ويل کيږي، چي د قريبانو تر منځ د واده کولو له امله ډېر وخت د هغوی اولادونه په تلسميا اخته کيږي، خو ډاکټر محمد صديق وايي، چي دا خبره تر اوسه سل سلنه نه ده يايد سوې.

هغه وايي، هر کله چي د دغه ناروغان وينه کموي، د هغه ويني اوسپنه يې د بدن پر نازک عضلاتو له ينه، سږي او نورو  باندي تاثر کوي او هغو ته هم زيات رسوي.

ډآکټر صديق وايي، ميرويس روغتون ته د حوزې د نورو ولايتونو څخه هم د تلسميا ناروغان راوړل کيږي، چي دوی ورته د ويني د بانک څخه وينه ورکوي.

هغه خلکو ته توصيه کوي، چي د واده مخکي دي، نارينه او ښځينه د تلسميا معاينات وکړي، څو په راتلوونکي يې اولادونه د دغه وژونکي ناروغۍ څخه ژغورل سوي وي.

د ميرويس روغتون مسولين وایي، دغه ناروغانو ته دوی کارټونه جوړ کړي او د ويني بانګ څخه ورته وينه ورکوي، خو په ځينو حالاتو کي چي ناروغ تازه ويني ته اړتيا ولري او يا هم کومه پېښه سوې وي، دوی يې کورنۍ ته د ويني پیدا کولو توصيه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...