رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو په يوه غونډه کي و ويل، چي خلګ سوله غواړي، نو بايد هيڅ يوه ډله هم د جګړې د اوږدولو له پاره بهانې ونه لټوي.
دوی وايي، افغانان بايد د بل د ګټو قرباني نه سي، او اوس وخت رسېدلی، چي دواړي خواوي سوله وکړي.
د دوی په خبره د ښکېلو خواوو وروستۍ څرګندوني د سولي له پاره خنډونه دي او له دې څخه معلوميږي، چي دواړي خواوي د سولي له پاره ژمن نه دي.
دوی زياتوي، خلګ سولي ته تږي دي بايد ښکيلي خواوي په صادقانه ډول د سولي له پاره سره کښني، نه داچي د خپلو ګټو له پاره جګړې ډېروي.
دوی وايي، بهرني هيوادونه هيڅکله په هيواد سوله نسي راوستلای او هغه کسان هم دوی ته پر چوکيو د منلو وړ نه دي چی کورونه يې په بهرنيو هيوادونو کي وي، خو دلته مشرتوب کوي.
خلک وایي، سوله تر هر څه مهمه ده، نو ښکېلي خواوي دي د سته فرصت څخه ښه استفاده وکړي له بهانو دي لاس واخلي.
دوی زياتوي ټول خلک په وهم او ترس کي ژوند کوي او په يوه نامعلومه برخليک اخته سوي دي.
دغه کسان وايي، دولت او طالب دواړه سولي ته ژمن نه دي نو د عامو کسانو بايد د سولي لپاره لاس په کار سي او سوله راوولي.
د دوی په خبره تر هر څه مخکي بايد اوربند وسي او بیا د سولي خبري په صادقانه ډول پیل او پای ته ورسيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون