دولت باید پر اتحادیې زور راولي چي تېل ارزانه کړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار اوسېدونکي وايي، له تېري يوې اوونۍ څخه د سون توکي پيټرول او ډېزل يوازي يوه او دوې افغانۍ ارزانه سوي دي، چي دا د دوی له پاره ګټه نه کوي.

دوی وايي، په ورځ کي دوی په ټکسي موټرانو له پنځه څخه تر پځلس لېټرو تېل مصرفوي، چي ټوله تر پنځلس افغانۍ کېږي، چي دا دوی ته ډېر اقتصادي نه دي.

دغه کسان وايي، که دولت غواړي د دوی له پاره تېل ارزانه کړي، نو څو افغانۍ دې ارزانه کړي، ځکه اوس دوی په دغه حالت کي د ټکسي د تېلو پيسې لا نه سي برابرولای.

خو د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي، چي ږغ پورته کولو تاثر کړی دئ او دوی پلان لري، چي راتلونکي شورا ته د تيلو اتحاديې او انحصاراتو ریاست مسئولين را وغواړي، تر څو د تېلو بيي نوري هم په کښته کړي.

خو د کندهار د انحصاراتو رئیس محمد عثمان وايي، دوی هره ورځ د هرات نرخونه اخلي او بیا مصرف ورسره جمعه کوي، چي پمپ لرونکو ته دوې يا هم درې افغانۍ ګټه ورکوي.

هغه وايي، د اتحاديې مسئولين نه سي کولای، چي پر خپل سر د تېلو بيي لوړي کړي، دوی د نړيوال بازار سره يو ځای د تېلو بيي لوړوي او کښته کوي.

محمد عمثمان وايي، خلک دي د کابل او نورو ولايتونو د تيلو نرخونه هم وګوري، ځکه هلته د پطرولو يو لېټر په ۴۰ افغانۍ پلورل کيږي.

د يکشنبې په ورځ په کندهار ښار کي د پطرولو يو لېټر په ۳۵ افغانۍ د ډېزلو يو لېټر په ۴۲ او د ګازو يو کېلو په ۴۵ افغانۍ پلورل کېدی.

مخکي د ټولنيزو رسنيو کارونکو او د کندهار ولايتي شورا مسولنيو ادعا کول چي د تيلو اتحاديې پر خپل سر د تيلو نرخونه ګران کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...