رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار اوسېدونکو په بېلابېل ډول د سولي ږغ پورته کړی دئ، اوس دوی پر ملاامامانو او ديني عالمانو ږغ کوي، چي د سولي ږغ پورته کړي، څو ښکېلي خواوي د منبر د لاري سولي ته وهڅول سي.
دوی وايي، د ديني عالمانو نصيحت ډېر اغېز لري، خلګ احترام ورته لري، نو بايد دوی ښکېلي خواوي د جګړې را وګرځوي او د سولي خبرو ته يې کښېنوي.
د دوی په خبره، د جګړو له امله د خلګو کورونه، مځکي او هر څه له منځه تللي دي.
دغه راز ډېري ښځي چي خاوندان يې په جګړو کي دلاسه ورکړي دي، هم د اعتراض په شکل را ټولي سوي دي.
دوی وايي، نه غواړي د جګړو له امله نوري ښځي کونډياني سي او اولادونه یې يتيمان پاته سي.
دغه ښځي وايي، اوس وخت را رسېدلی چي ښکېلي خوا وي سوله وکړي، څو خلګ نور در په دره نه سي.
د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال هم د سولي په ږغ پورته کولو کي ديني عالمان، نفوذي کسان او قومي مشران مسول ګڼي.
هغه وايي، بايد دغه کسان ښکېلي خواوي د جګړې پرېښودلو ته وهڅوي څو رواني ناخوالي پاي ته ورسيږي.
له دې مخکي د مدني فعالانو، ښځي، قومي مشرانو او ديني عالمانو لخوا د سولي ږغ پورته سوی، خو ښکېلو خواوو تر اوسه له جګړې لاس نه دئ اخيستی او لا يې هم جګړه شديده کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون