رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ثبت نفوس او احوالو رياست مسئولين وايي، د کندهار ډېر اوسېدونکي د الکترونيکي تذکرو په فورمو کي داسي ټليفون شمېرې ليکي، چي هغه غير فعاله وي.
د دغه رياست رئيس سميع الله مقصودي وایي، ډېر وخت کله چي دوی د کندهار اوسېدونکو ته د بايميټريک او يا هم د تذکرو د تر لاسه کولو له پاره زنګ وهي، نو د هغوی ټليفونونه کار نه کوي، چي دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وايي، اوس هم په رياست کي ډېري الکترونيکي تذکرې پرتې دي، خو خاوندان يې نه سته او د ټليفون شمېرې یې هم غير فعاله دي، خو ځينو کسانو ته دوی خبر ورکړی دئ، بیا یې هم وړلو ته نه حاضريږي.
مقصودي د کندهار د اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي، چي په فورمو کي فعالي ټليفون شمېرې وليکي، او جواب ورکړي، څوپر خپل وخت تذکرې تر لاسه کړي، تر څو دوی هم له ستونزو خلاص کړل سي.
دغه راز مقصودي وايي، د خلګو علاقه د الکټرونيکي تذکرو د اخيستلو له پاره ډېره سوې ده، چي پر اساس يې دوی هم مرکزونه ډېر کړي دي.
هغه وايي، پلان لري، چي ډېر ژر به په ښار کي څلورم، په بولدک ولسوالۍ کي پنځم او داغسي د خلګو د اسانتيا له پاره ډېر مرکزونه د الکترونيکي تذکرو د اخستلو له پاره خلاص کړي، څو خلګ په اسانۍ تذکرې تر لاسه کړي.
د کندهار سرشمېرني رياست مسولين وايي، د الکترونيکي تذکرو په لومړي مرکز تر ۶۰ زره، په دوهم مرکز کي تر ۳۵ زره او په دريم مرکز تر ۱۸ زره پوري خلکو نوم ليکنه کړې، چي په دغه کي لسګونو زرو کسانو تذکرې هم تر لاسه کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون