په کندهار کي د چرګانو فارم لرونکي شکايت کوي، چي د ايران، ترکيې او پاکستان غوښو د دوی بازار ور خراب کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

په دې وروستيو په کندهار کي د  چرګانو ډېر  فارمونه جوړ سوي دي، چي د کندهار تر څنګ د هيواد ځینو نورو ولايتونو ته هم دغه چرګان استول کيږي.

خو اوس د دغه فارمونو مسئولين وايي، چي ښار ته د بهرنيو هيوادونو څخه هغه چرګان راوړل کېږي، چي غوښي يې د خوراک له پاره مناسبي نه دي، خو دلته په ارزانه بيه  خرڅېږي، چي د دوی د غوښو بازار ته یې زيان رسولی دئ.

دوی وايي، دغه غوښي چي د هغه لويو برايډر او زړو چرګانو غوښي دي، چي  د ايران، ترکيې او پاکستان  څخه راوړل کيږي، خو مسئولين يې په مخنيوي کي پاته راغلي دي.

د فارمونو مسئولین ادعا کوي، چي په دولتي ادارو کي د وطني غوښو قرارداد سوی دئ، خو کارټني غوښي ور وړل کېږي.

خو د کندهار د کرهڼي رئیس حافظ الله سيدي وايي، دوی يوازي په ښار کي هغه چرګانو ته اجازه ورکوي، چي وزن یې تر دوه کېلو کم وي او زاړه نه وي.

هغه وايي، کندهار اوس د چرګانو د غوښو له پلوه د ۷۵ څخه تر ۸۰ سلنه پوري خود کفاء دئ، خو که د فارم مسئولين دوی ته د سل فيصده ډاډ ورکړي، دوی به د  بهرني چرګانو راتګ منع کړي.

سيدي وايي، دوی اجرايه قوه نه ده، خو امنيه قومندانۍ ته يې مکتوب استولی، چي د غيري قانوني چرګانو مخه ونيسي او دغه راز د نظارت کمېټه لري، چي هره اوونۍ په ښار کي نظارت کوي.

په کندهار کي د چرګانو د فارمونو اتحاديې مسولين وايي، که بهرني چرګان او غوښي ښار رانه وړل سي، دوی کولای چي ټوله ښار ته او نژدې ولايتونو ته غوښي ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...