په کندهار کي د تېلو اتحاديې پر خپل سر د تېلو نرخونه لوړ کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

څو ورځي مخکي پر ټولنیزو رسنيو هم دغه موضوع خپره سوه، اوس د کندهار د ولايتي شورا مسئولين هم وايي، چي په کندهار ښار کي د تېلو اتحاديې پر خپل سره د تېلو نرخونه لوړ کړي دي.

د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال وایی، په ټوله نړۍ کي د سون توکو په خاص ډول پیټرولو او ډېزول بيي کښته دي، خو دلته اتحاديې پر خپل سره لوړي کړي دي او بايد بيرته یې ژر تر ژره کښته کړي.

هغه وايي که دغه بيي کښته نه سي دوی اړ کيږي، چي د اتحاديې مسئولين شورا ته را وغواړي.

خو په کندهار کي د تېلو د اتحاديې مسئولين وايي، چي په ټوله نړۍ کي د تېلو بيي لوړي سوي دي او  ټوله کولای سي نړيوال نرخونه وګوري.

د کندهار د عمومي تېل فروشۍ د اتحاديې مشر حاجي ميرويس وايي، مخکي د تېلو يو ټن له درې سوه ډالرو څخه پورته وو، خو اوس تر پنځه سوه ډالره ګران سوی دئ.

هغه وایي، په تيرو پنځو مياشت کي تېل ډېر زيات ګران سوي دي او تر څنګ يې په لاره کي ډېري ستونزي دي، چي کله دوی له هرات او نورو سيمو څخه تېل راوړي،  پر يوه  موټر ۸۰۰۰۰ افغانيو مصرف کوي.

د حاجي ميرويس په خبره، که د لاري دغه ستونزي دولت حل کړي، تېل به شل ډالره کښته سي.

دغه راز د پمپونو د اتحاديې رئيس حاجي مسعود احمد وایي، تيل نه کوم ډلي لوړ کړي او نه هم يو دم لوړ سوي، چي په خبره یې دوی حاضر دي چي د ولايتي شورا د مسولينو سره کښېني او حساب ورکړي.

هغه وايي، د ښار څخه دباندي که تیل ارزانه دي هغه د خپل منځي رقابتونو له امله دي او بل هلته د مځکي او پمپونو کرايې ارزانه دي خو په ښار کي ډېري لوړي دي.

حاجي مسعود زياتوي، که دولت پر دوی تېل خرڅ کړي دوی به یې په ارزانه بيه خرڅ کړي او يوازي به دوې يا هم درې افغانۍ ورباندي وګټي.

د تيلو د اتحاديې مسولين وایي، که څه هم د هيرتان له خوا لاري سمي دي، خو بیا هم په کابل د یوه لېټر پطرولو بيه ۴۰ او ډېزلو بيه ۴۶ افغانۍ ده. په کندهار کي اوس د يوه لېټر پطرولو بيه ۳۶ د ډېزلو بيه ۴۴ او د ګازو يو کېلو په ۴۵ افغانۍ پلورل کيږي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...