رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، چي اوس هم په ښار کي بې کيفيته درمل پلورل کيږي او را واردېږي، خو د روغتيا مسئولين يې په مخنيوي کي پاته راغلي دي.
هغه وايي، چي ښار ته غير قانوني درمل هم راوړل کېږي خو هيڅوک يې مخنيوی نه کوي، نو ځکه يې تر ګټو زيانونه ډېر سوي دي.
خاکرېزوال پر مسئولينو ږغ کوي، چي ژر تر ژره دي د دغه درملو مخه ونیسي.
د کندهار د والي وياند احمد بهير احمدي بیا وایي، چي د کندهار والي پرون د عامي روغتيا رئیس را غوښتی وو او سپارښتنه يې ورته کړې ده، چي په ښار کي د بې کيفيته او تر وخت تېرو درملو او خوراکي توکو مخه ونيسي او تر څنګ یې بايد ټېمونو ته دنده وسپاري، چي د ښار په ټولو ناحيو کي وګرځي تر څو دغه درمل او خوراکي توکي راټول او وسوځي.
هغه وایي، له دې مخکي هم د روغتيا کارکوونکو په ډېره اندازه درمل او خوراکي توکي راټول کړي او سوځلي دي.
په کندهار کي د درملو د کيفيت معلولومو د لابراتوار د نه شتون امله د روغتيا کارکوونکی اړکيږي، چي د کيفيت معلومولو لپاره درمل مرکز کابل ته يوسي او دغه راز سړې خوني هم ن نسته چي له امله په ډېر اندازه درمل تر را واردلو وروسته په نا مناسب ځای کي کښېښودل کيږي، د وخت په تېرېدو هغه درمل خپل کيفيت دلاسه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون