رابرټ: امريکا داعش ته د خوندي پناه ځايونو د برابرېدو مخه نيسي

د امريکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چي وايي، متحده ايالات په سوريه او عراق کي د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي.

دا څرګندوني د امريکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښي نښانې بلل کيږي. د روسيې د دفاع وزارت وياند په مسکو کي وويل، ټول ويني چي امريکا په عراق کي داسي ښيي، چي ګواکي د داعش پر ضد جګړه کوي او په سوريه کي په دوامداره توګه د داعش پر ضد د ځينو دلايلو له امله د فعالي مبارزې ادعا کوي.

اخوا بيا په واشنګټن کي د پنټاګون وياند رابرټ د روسيې دا تورونه په مکمله توګه بې‌بنسټه وبلل. نوموړي وويل، امريکا د داعش غړي وژني او هغوی ته د خوندي پناه ځايونو د برابرېدو مخه نيسي او خلکو ته ددې ډلي پر ضد د هوايي بريدونو په اړه ورځني معلومات ورکوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...