په کندهار کي د الکترونيکي تذکرو دوهم مرکز پرانيستل سو

رپوټ: مهتمم صالح

تر دا مهاله په کندهار کي د الکترونيکي تذکرو د تر لاسه کولو يوازي يو مرکز وو، چي خلګ یې هم له ستونزو سره مخ کړي وه، خو اوس د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د الکترونیکي تذکرو دوهم مرکز هم پرانستل سو.

د احصايې رئیس سميع الله مقصودي وايي، د دې مرکز په پرانستلو سره به د خلګو ستونزي تر يوې اندازې حل کړل سي.

هغه وایي، په نوي پرانستل سوي مرکز کي به هره ورځ ۲۵۰ کسانو ته د تذکرو جوړولو اسانتياوي برابري سي، چي په دواړو مرکزو کي هره ورځ د ۵۰۰ کسانو له پاره د تذکرو بايميتريک کيږي.

د هغه په خبره تر اوسه ۶۴ زره کسانو د تذکرو اخيستلو فورمې ډکي کړي دي، چي دوی شپاړس زره کسانو ته تذکرې ورکړي دي.

مقصودي وایي، چي په راتلوونکي کال کي به په ښار ځيني نور مرکزونه هم پرانېزي.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم د دغه مرکز په پرانستلو سره خوښي ښيي، خو وايي، چي بايد دغه مرکزونه هم ډېر سي.

دوی وایي، د احصایې او معلوماتو ریاست مسئولين ښه چلند ورسره کوي، خو د تذکرو د ورکړي وخت ډېر ځنډېږي، چي غوښتنه کوي، چي دغه وخت لنډ سي او دوی ته دي په لنډ وخت کي تذکرې ورکړل سي.

د کندهار په هيڅ ولسوالۍ کي د الکترونيکي تذکرو د جوړولو مرکز نسته، د احصايې او معلوماتو رياست مسولین وايي، په ولسواليو کي د امنيتي ستونزو او انټرنيټ د نشتون له امله نسي کولای چي مرکز پرانيزي، خو په پلان کي لري، چي په اپلاين شکل ورته لاره جوړه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...