په کندهار کي د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز له خوا ځينو ښځينه او نارینه خبریالانو ته د سولي راپور ورکولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ورکول سو.
د دغه ورکشاپ روزونکې ملاله میوند وايي، د دې پروګرام هدف دا وو چي خبریالان څنګه د سولي راپور جوړ کړي او په رسنیو کي سوله ییزه ژبه وکاروي.
خبریالان وايي، په اوس وخت کي د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کي د سوله ییز فکر د خپرولو اړتیا ډېره ده او دا کار خبریالان په ښه ډول کولای سي.
دوی وایي، دغه ډول ورکشاپونه د خبریالانو له پاره ډېر مهم دي ځکه هغوی به وکولای سي په ښه ډول د سولي راپور جوړولو په برخه کي کار وکړي.
د دوی په خبره، خبریالان کولای سي د رسنیو له لاري د سولي په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي، چي دا به د ولس په ویښتیا کي ښه رول ولري.
په کندهار کي له دې وړاندي هم د سولې راپور ورکولو په اړه خبریالانو ته بېلابیل ورکشاپونه جوړ سوي چي خبریالان یې د خپل کار مهمه برخه بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون