د ولسوالیو څخه راغلي کډوال نه سرپناه لري او نه خوراک و چيښاک

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار په ځینو ولسواليو کي جګړو زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړي دي، چي هغوی اوس نه د سرپناه ځای لري او نه هم خوراکي او غير خوراکي توکي.

دا چي په کندهار کي دوې ورځي باران اورېدلی دئ، بې ځايه سوي يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

دغه کورنۍ وايي، دوی دوه سوه کورنۍ لس ورځي دمخه د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان او زنګاوات کليو څخه راغلي دي او اوس په يخه هوا کي په خېمو کي ژوند کوي.

دوی وايي، په خپلو سيمو کي يې يو څه هوسا ژوند درلودئ، خو دلته خوراکي او غیر خوراکي توکي لري  او نه سرپنا او هم یې د يخ له امله ډېر کوچنيان ناروغان سوي دي.

خو د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب بیا وايي، دوی هڅه کوي، چي په تدريجي ډول ټولو بې ځايه سوو ته مرستي ورسوي، خو دا چي د بې ځايه سوو شمېر ډېر دئ، دوی نسي کولای چي په لنډ وخت کي ټولو ته رسيدګي وکړي.

هغه وایي، دوی تر اوسه ۸۵۰ کورنيو ته مرستي رسولي دي، خو دا چي د دوی او موسساتو پرسونل کم دئ، په کراره کراره به ټولو ته مرستي ورسوي.

ناياب هم مني چي په کندهار کي بې ځايه سوي د ژمي په راتګ سره له ډېرو ستونزو سره مخ سوي دي.

د کندهار پنجوايي، ارغنداب، ژېړۍ، ميوند، شاولي کوټ، معروف، ارغسان، خاکرېز او نوري هغه ولسوالۍ دي، ډېر خلګ یې د جګړو له امله بې ځايه کېدو ته اړ سوي دي.

دلته په کندهار ښار کي بې کارۍ د بې ځايه سوو ستونزي څو برابره کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...