د کندهار خبريالانو کابل ته د معلوماتو د نه لاسرسي په اړه يو ګډ شکايت ليک ولېږئ او په اړه يې خبري کنفرانس جوړ کړ

رپوټ: مهتمم صالح

کلونه کېږي، چي په هيواد کي معلوماتو ته د لاسرسي قانون جوړ سوی دئ، خو لا هم خبريالان معلوماتو ته لاس رسی نه لري او ډېر وخت خبرونه د سرچينو په حواله خپروي، چي هغه تر ډېره دقيق نه وي او تر څنګ يې په ځينو حالاتو کي يو طرفه سي.

د پنجشنبې په ورځ لسګونو خبريالانو يو ګډ شکايت ليک مرکز کابل ته واستوی او په اړه يې خبري کنفرانس جوړ کړ.

خبريالانو د کنفرانس پر مهال وویل، خبریالان هيڅکله د چا طرفه نه نيسي بلکي ټول بې طرفه دي، خو د جګړې ښکېلي خواووي، خبریالانو ته معلومات نه ورکوي، چي له امله يې خبریالان مجبور کېږي، چي د سرچينو په حواله خبرونه خپاره کړي.

دوی وايي، معلوماتو ته نه لاس رسی د خبريالانو د ګواښ، تهديد او مرګ سبب سوی دئ او حکومت له ژمنو پرته بل هيڅ عملي ګام نه دئ اخیستی، چي له امله يې په هلمند کي د ازادۍ راډيو خبريال شهيد الياس داعي هم قرباني سو.

خبريالان زياتوي، د دې تر څنګ چي دولت خبریالانو ته معلومات نه ورکوي، د خبریالانو په ساتنه کي هم پاته راغلي دي.

خبريالانو په خپلو خبرو کي له حکومت او وسله والو ډلو غوښتنه وکړه، چي د خبريالانو د ژوند ساتلو له پاره دي پام وکړي او د معلوماتو په برخه کي دي ورسره همکاري وکړي.

دوی وايي، که معلوماتو ته د نه لاس رسي ستونزه حل نه سي، دوی اړ کيږي، چي د دولت او وسله والو د هر ډول خبرونو سره پرېکون اعلان کړي.

د کنفرانس پر مهال خبريالانو په هلمند کي د ازادۍ راډيو شهيد سوي خبريال الياس داعي ته د مغفرت دعا وکړه او د ښکېلو ډلو څخه غوښتنه وکړه، چي د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي، ځکه دوی بې طرفه دي.

د پنجشنبې په ورځ سهار په هلمند کي د ازادۍ راډيو د خبريال محمد الياس داعي پر موټر چسپکي ماين چاودنه کړې، چي د هغه ورور په ګډون درې تنه په کښي ټيپان سوي خو خپله داعي پکښي شهيد سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...